د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته رسېدلې او ډېر ژر به خپل تمرینات پیل کړي.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ابراهیم ځدراڼ به په دې لوبلړۍ کې هم د افغان لوبډلې لوبډلمشر وي.
یاد بورډ ویلي چې لوبډله به تر استراحت وروسته خپل تمرینات پیل کړي او د هندوستان پر وړاندې دا لوبلړۍ درې لوبې لري.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په هند کې به د افغانستان او هندوستان ترمنځ لومړۍ شل اووریزه لوبه د جنورۍ پر ۱۱مه، دویمه به پر ۱۴مه او درېیمه به د جنورۍ پر ۱۷مه وي.
افغانستان تېره اوونۍ له متحده عرب اماراتو سره د شلو اوورونو لوبلړۍ وګټله او تر دې مخکې یې د پنځوس اووره لوبو لوبلړۍ هم ترې ګټلې وه.