پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

د مولوي عبدالکبیر او مولانا فضل الرحمن لیدنه.

18 مرغومی 1402 چنار راډيو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمعیت اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ نه وي او زیاتوي چې د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای غوره دا ده چې پر واقعیتونو بحث وشي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عبدالکبیر هیله ښودلې چې کابل ته د مولانا سفر له د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ټینګښت او د ناسم پوهاوي په راکمولو کې اغېزمن تمام شي.
نوموړي زیاته کړې، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او په اجباري ډول د هغوی ایستل دې بند شي او افغان کډوالو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستاني پلاوي مشر ویلي چې دواړه اسلامي هېوادونه ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي ویلي، د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه غندي او زیاتوي چې د دواړو ملتونو تر منځ شته اړیکې باید پیاوړې شي.
مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي وو، چې کندهار ته به هم سفر کوي او هلته به د اسلامي امارت له مشر شیخ هبت الله اخندزاده سره هم وګوري.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.