د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي سره په کتنه کې ویلي چې داعش د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او هدف یې د سیمې بې ثباته کول او د بې ګنا خلکو وژل دي.
له ارک څخه په خپره شوې خبرپاڼه ویل شوي چې د اسلامي امارت پالیسي روښانه ده چې د ایران په ګډون له افغانستانه هېچا ته خطر نه دی متوجې او هڅه کوي چې په سیمهییز ثبات او د امنیت په ټینګښت کې مثبت رول ولوبوي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ایران سفیر په ډاګه کړې، هغه ډلې او کړۍ چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اختلاف او نفاق اور ته لمن وهي، هېڅکله به بریالۍ نه شي.
په خبر پاڼه کې د قومي له قوله ویل شوي چې هېواد یې د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي، بلکې هڅه کوي چې افغانستان د سیمهییزو همکاریو یوه برخه وګرځوي.'