د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د غور – کابل لویه لار د بکک کوتل سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياتوي، چې د دې لويې لارې تر څنګ د “بندبايان” سيمه، چې د غور سوېل لوېديځ شپږ ولسوالۍ د دغه ولايت له مرکز فيروز کوه ښار سره نښلوي، هم تړل شوې ده.
د غور د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د دغې لويې لارې د پرانیستلو لپاره کار روان دى. موټر چلوونکي هم د دې لارې بندېدو خبره او د پرانیستو غوښتنه کوي.