پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

له پاکستانه تېر کال ۴۶۰ زره افغان کډوال په جبري ډول ایستل شوي.

18 مرغومی 1402 چنار راډيو

د ۲۰۲۳کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۰زره ۸۶۳ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یوازې تېره ورځ ۶۹۳ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري. پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به وباسي.

له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.