پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

په سوري زړه ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې دوام.

26 مرغومی 1402 چنار راډيو

افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په کابل کې ۶ روغتونونو ته د درملنې لپاره ور وپېژندله.

د یادې ټولنې پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي، ۶۵ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي او لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۸ میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۷۳۷ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره په هېواد کې دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.