د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د دغه ولایت په جاني خېلو، زرمت، لجې او ځدراڼ مېشتو ولسوالیو کې چې پخوا هيڅ ډول غږیزې او انټرنېټي آسانتیاوې پکې نه وې، اوس ترې خلک برخمن شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې په دغه ولایت کې د ۹ مخابراتي انتنونو، ۲ ريپيټرونو لګولو او د ۱۵پخوانیو تخریب شویو انتنونه په بیرته رغولو سره د مخابراتي شبکو کیفیت هم لوړ شوی دی.