د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیرعبداللهیان د هند د بهرنیو چارو له وزیر، جې شنکر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړي دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر چې د تهران په سفر تللی، له ایراني لوري سره یې د سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلو هم خبرې کړي دي.