د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر ویلي د پاکستان لنډمهالۍ حکومت له دې وروسته له افغانستان سره پر ټولو لارو د «یو سند رژیم» پلی کوي.
جان اڅکزي ویلي، پر ویزې تګ راتګ د پاکستان د ملي امنیت مسله ده او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه په هره بیه او د هرې قربانۍ په بدل کې پلې کوي.
اڅکزي چې یو خبري کنفرانس ته خبرې کولې ویلي، پر تورخم لاره هم د افغان لارۍ چلوونکو لپاره د ویزې درلودل شرط ګڼل شوی دی.