د بدخشان والي وايي چې د دغه ولايت له کوچني پامير د چين تر پولې د سړک رغولو چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به يې د پخولو کارونه هم پيل شي. تر دې مخکې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ویلي وو، چې افغانستان به ډېر ژر له ګاونډي چین هېواد سره ونښلول شي.
د سرپرست حکومت د چارواکو په خبره د دې کار موخه له چين او يو شمېر سيمه ييزو او اروپايي هېوادونو سره د اقتصادي کمربند جوړول دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي د دغه سړک جوړول د هېواد د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره مهم ګڼي.