د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې ۱۵.۲ مېلیونه کسانو سره د مرستو لپاره ۶۷۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د خوړو د نه خوندیتوب له ناورینه خبرداری ورکوي او وایي چې اوسمهال په دغه هېواد کې په هرو ۳ کسانو کې یو یې نهپوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کړي.