د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي چې پاکستان ته تللی، پرون یې د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په لیدنه کې د افغانستان او امنیتي مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې جلیل عباس جیلاني پر یوه باثباته افغانستان ټینګار وکړ او یوې خوندي او باثباته سیمې ته د رسېدو لپاره یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو رول اغېزناک وباله.
پاکستان ته د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سفر په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې شوې دي.