پاکستاني چارواکو ویلي، له افغانستان سره د سوداګرۍ او د ویزو د بندیز په اړه راپورونه په کلکه ردوي.
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد دبهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي چې په کابل کې د دوی سفارت د ویزو په برخه کې د رامنځته شوې تخنیکي ستونزې په حل کار کوي.
یادې سرچینې زیاتوي هغه راپورونه چې ګواکې پاکستان پر افغانانو ویزې بندې کړي ناسم او د دوی په خبره ‘یواځې پروپاګند دی.
د یادونې ده چې له تېرې جمعې راهیسې د تورخم، چمن ، ډنډ پټان او دپکتیا د خرلاڅي بندرونو دروازې هم د ټرانزیټ په مخ تړلي او دواړو غاړو ته زرګونه بار وړونکي موټر ایسار پاتې دي.
د دې لارې د بیا خلاصون لپاره د اسلامي امارت چارواکو او پاکستاني لوري خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.