چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

شمالي کوریا کې د ډرامې لیدو پر سر دوه تنکي ځوانان په ۱۲ کاله بند محکوم شوي.

30 مرغومی 1402 چنار راډيو

رسنیو ته رسیدلي معلومات ښيي، چې شمالي کوریا د کی ( k) په نوم ډرامې لیدو په تور دوه تنکي ځوانان په ۱۲ کاله بند محکوم کړي دي.

رسنیو هغه ویډیو تر لاسه کړې، چې ښيي ۲۰۲۲ کال کې د سلګونو زده کوونکو له مخې په یوه لوبغالي کې د دوو ۱۶ کلنو ځوانانو لاسونو ته ولچک ور اچول کېږي.

همدارنګه ویډیو کې لیدل کېږي، چې امنیتي یونیفورم لرونکي کسان نیول شوي هلکان د دې لپاره هم سپکوي، چې ظاهرا په خپلو کړنو پښیمانه نه دي.

په شمالي کوریا کې د سویلي کوریا تلویزیون او نور تفریحي څېزونه یې منع دي.

 

د دې سربېره ځینې خلک ډرامو ته د لاسرسي لپاره سختو جریمو او ګواښونو منلو ته مخه کوي.

دا ډرامې په ټوله نړۍ کې لوی شمیر مینه وال لري.

همدارنګه ترلاسه شوې ویډیو هم یوه نادره پېښه ده.

ځکه شمالي کوریا په خپل هېواد کې د ورځني ژوند عکسونه، ویډیوګانې او نور شواهد بهرنۍ نړۍ ته د لیک کیدو څخه ساتي.

دا ویډیو رسنیو ته د سویلي او شمالي کوریا پراختیايي (SAND) ادارې لخوا چمتو شوې ده، چې د شمالي کوریا له مدافعینو سره کار کوي.

 

د یادې څېړنیزې ادارې ویډیو دا په ډاګه کوي، چې چارواکي د دا ډول پیښو په وړاندې جدي ګامونه اخلي.

د راپورونو له مخې دا ویډیو په شمالي کوریا کې نورو ته د پند ورکولو لپاره خپره شوې وه.

په ویډیو کې یو غږ هم شامل دی، چې دولتي پروپاګند په کې خپریږي.

غږ کې سویلي کوریا ته په اشارې سره ویل شوي:

"د یوه مات شوي ګوډاګي حکومت کلتور ان تر تنکیو ځوانانو رسیدلی دی. دغو ځوانانو په ۱۶ کلنۍ کې خپله راتلونکې تباه کړه."

په تیرو وختونو کې هغو تنکي ځوانان چې دا ډول قانون به یې ماتوه، د زندانونو پر ځای د ځوانو کارګرانو کمپونو ته لیږدول کیدل، او سزا به معمولا له پنځو کلونو څخه کمه وه.

په هر حال ۲۰۲۰ کال کې پیونګ یانګ یو قانون جوړ کړ، هر هغه څوک چې د سویلي کوریا تفریحي څیزونه ننداره کوي او یا یې توزیع کوي د مرګ له سزا سره به مخامخ کېږي.

له دې مخکې یوه بل کس رسنیو ته ویلي و، دی اړ شوی و، چې په ډزو باندې د یوه ۲۲ کلن سړي د وژل کېدو ننداره وکړي.

یاد کس ویلي و، چې دغه سړی د سویلي کوریا د موسیقۍ په اوریدو تورن و او د سویلي کوریا فلمونه یې له خپل ملګري سره شریک کړي وو.

د سند ( SAND) اجرائیوي مشر چوی کیونګ هوی وویل، پیونګ یانګ د کی "K" او کی – پاپ "K-pop" ډرامو خپرول د خپلې ایډیالوژۍ پر وړاندې ګواښ ګڼي.

 

هغه وویل، چې د سویلي کوریا د ټولنې پيژندل د دوی د نظام د کمزورې کیدو لامل کیدای شي.

دی زیاتوي:

د سویلي کوریا د ټولنې ستاینه او پیاوړتیا به ډېر ژر د شمالي کوریا د سیستم د کمزورتیا لامل شي. او دا د هغې ایډیولوژۍ خلاف دی، چې د شمالي کوریا وګړي‌ اړ کوي، چې د کیم کورنۍ ته احترام وکړي. "

د شمالي کوریا وګړي په ۲۰۰۰ لسیزه کې د سویلي کوریا له تفریحي توکو سره بلد شول. په دې کې د شمالي کوریا له وکړو سره له عوض یا بدلنیزې پرته اقتصادي او بشري مرستې شاملې وې.

سیول په ۲۰۱۰ کال کې دا پالیسي پای ته ورسوله او ویې ویل، چې دا مرستې د شمالي کوریا عام وګړو ته ندي رسیدلې او د پیونګ یانګ په چلند کې کوم "مثبت بدلون" نه دی راغلی.

خو د سویلي کوریا دا ډول محصولات د چین له لارې شمالي کوریا ته اوس هم رسیږي.

د شمالي کوریا یوه کس رسنیو ته وویل:

"که تاسو د یوې امریکایۍ ډرامې په لیدو ونیول شئ کیدای شي تاسو د رشوت په بدل کې ځان ورنه خلاص کړئ، خو که تاسو د کوریا ډرامه ګورئ او ونیولی شئ، تاسو ځای په ځای په ډ‌زو ویشتل کېږئ."

هغه وویل:

"د شمالي کوريا د وګړو لپاره د سویلي کوريا ډرامې د نشه يي توکو په څېر دي، چې له هغوى سره مرسته کوي چې خپل ژوند ستونزې او حقیقتونه هېر کړي."

د شمالي کوریا یو بل شل کلن ځوان وايي:

"په شمالي کوریا کې موږ ته ویل کېږي، چې سویلي کوریا زموږ په پرتله خورا بد ژوند لري، خو کله چې تاسو د سویلي کوریا ډرامې ګورئ، دا یو بل ډول نړۍ ده. داسې ښکاري چې د شمالي کوریا چارواکو دې موضوع ته ښه پام دی."

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.