چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له کبله د ۱۹۷ کسانو مړه کېدل.

30 مرغومی 1402 چنار راډيو

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله ۱۹۷ کسان مړه شوي.

یاد سازمان د ساري ناروغیو د خپرېدو د راپور په خپرولو سره ویلي چې په مړو شویو کې تر ۸۳ فیصده زیات له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او تر ۴۴ فیصده زیاتې ښځې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دې موده کې د شدیدو تنفسي ناروغیو نږدې ۸۰ زره پېښې ثبت شوي چې ډېری یې ښځې او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو اوسنی شمېر له ۲۰۲۰کال څخه تر ۲۰۲۲ کلونو پورې په تېرو درېیو کلونو کې له اوسط شمېر څخه لوړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونو تر دې مخکې هم څو ځلې د افغانانو پر وضعیت اندېښه ښودلې او د سختې بې‌ وزلۍ له امله په ژمي کې د دوی د کورونو د ګرمولو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي خبر هم ورکړل شوی و و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.