د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر وايي، د څه باندې ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بغلان له الوان دښتې بیا تر ارغندي او د کابل تر ترخېل پورې د برېښنا د سټېشنونو بیارغونې کار پيل شوی او له بشپړېدو سره به یې له ترکمنستانه افغانستانه د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد زمینه هم برابره شي.
د سرپرست وزیر په وینا د سرپرست حکومت د رهبر له لوري د کورنۍ انرژي پر بنسټ د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید فرمان یې هم ترلاسه کړی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت د مسوولینو په وینا له بېلابېلو سرچینو د برېښنا د انرژۍ د لا زیات تولید لپاره یې له ګڼو پانګوالو سره هم کتلي او په نږدې راتلونکي کې به دغه پانګوال خپلې پانګونې هم پیل کړي.