پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

کندهار کې د زعفرانو د پروسس مرکز پرانیستل شو.

30 مرغومی 1402 چنار راډيو

د کندهار ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې د زعفرانو د پروسس مرکز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی.

د کندهار د کرنې رییس فضل الباري فضلي وايي چې د یاد ولایت اوبه او هوا د هر ډول کر کیلې لپاره برابره ده.

هغه  زعفران، انجه او پسته د کوکنارو د کرکیلې ښه بدیل یاد کړی.

په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر کروندګر وايي، چې په دې وروستيو کې په ګڼو سيمو کې خلکو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې، خو ورته د بازار نشتوالى لويه ستونزه یادوي.

دوى وايي، پخوا يواځې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې زعفران کرل کېدل، خو اوس يې لړۍ ارغنداب، ژېړۍ، دامان، شاوليکوټ او يو شمېر نورو ولسواليو ته هم غځېدلې ده.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.