د هلمند یو شمېر اوسېدونکي، چې د تېرو جګړو له امله یې کورونه ویجاړ شوي، له سرپرست حکومته د خپلو کورونو د بیارغولو لپاره د مرستو غوښتنه لري.
د دوی په وینا د اقتصادي ستونزو او اوزګارۍ له امله د خپلو کورونو د بیارغولو وس نه لري.
د هلمند سیمییز مسوولین بیا وايي، په تېرو اوو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د جګړو له امله ۶۰۰ ویجاړ شوي کورونه بیارغولي دي.
د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي، هڅه کوي، څو راتلونکي کال کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په دغه ولایت کې د جګړو له امله نږدې ۱۵۰۰کورونه بیا ورغوي.