پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

په ایران کې د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې.

01 سلواغه 1402 چنار راډيو

د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایران د قضایه قوې له مرستیال دکتور کاظم غریب ابادي سره په ایران کې د افغان بندیانو پر ستونزو خبرې وکړې.

د بهرنیو چازو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، په دې کتنه کې د زندانیانو د ستونزو پر حل، د زندانیانو پر استرداد، د هوکړې پر پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پر پیدا کولو او د افغان مهاجرینو د نورو ستونزو پر حل خبرې وشوې.
اعلامیه زیاتوي، ایراني لوری په ایران کې د افغانانو د ځورونې مخنیوي لپاره د ځینو اقداماتو ژمنه وکړه.
تر دې وړاندې هم افغان او ایراني چارواکو په ایران کې د افغان زندانیانو او کډوالو پر ستونزو خبرې کړې وې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.