د بدخشان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په زېباک ولسوالي کې یوه الوتکه لوېدلې ده.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه الوتکه بېګاه شپه د مرغومې ۳۰مه د زېباک ولسوالي په «توپخانه» سیمه کې لوېدلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاده الوتکه د دې سیمې په لوړو غرونو کې لوېدلې او تراوسه د الوتکې ډول نهدی روښانه شوی.