د پاسپورت ریاست د څانګو ډېرېدو په اړه د رسنیو د راپوونو تر خپرېدو وروسته پاسپورت ریاست په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په کابل کې د پاسپورت د وېش د څلورو نورو مرکزونو پر فعالولو هم کار روان دی.
د سرچینې په خبره، د اوس لپاره د سړې هوا، د اسانتیاوو نشت او د مراجعه کوونکو له ګڼې ګوڼې څخه د سیمې خلکو د شکایتونو له امله یې پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورت د وېش بهیر درولی دی.
تر دې وړاندې د پاسپورت ریاست له خوا د پنجشنبې په ورځ له خلکو څخه په افلاین بڼه عریضي اخیستل کېدې چې په زرګونه کسانو به یې د اخیستلو لپاره د پاسپورت ریاست مخې او شاوخوا سړکونو شپې ورته سبا کولې.