د غور په پسابند ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلو مترو په اوږدوالي او ۷ متره په پراخوالي د یو سړک د رغولو چارې، چې د دغې ولسوالۍ څو کلي له یو بل سره نښلوي پرون پیل شوې دي.
د پسابند ولسوالۍ د اطلاعاتو او کلتور مدیر ویلي، چې د دغه سړک د رغونې چارې د سیمه ییزو مسولینو په همغږۍ د خلکو په شخصي لګښت پیل شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي د دغه سړک له رغولو څخه خوښ دي او وایي، چې له دې سره به د دوی د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.