پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

د هرات زلزله ځپلو ته ۱۴۰ نور رغول شوي کورونه سپارل شوي

03 سلواغه 1402 چنار راډيو

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په میرقنات، خواجه شهاب، علی منصور، کالار او هوادشت کلیو کې ۱۴۰ نور تازه رغول شوي کورونه زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي. 

هرات زلزله ځپلو ته د رسیدګۍ کمیسيون وياند احمدالله متقي وايي، چې یاد کورونو د څه باندې ٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې مياشتې او لسو ورځو په موده کې رغول شوي دي.

متقي زیاته کړې، چې اوس هم په زلزله ځپلو سيمو کې د کورونو د جوړولو کار روان دى او په راتلونکي کې به د دغه ولايت په ګلران ولسوالۍ کې هم د زيانمنو شويو خلکو لپاره د کورونو پر جوړولو کار وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.