د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت به ډېر ژر له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته خپلې الوتنې پېل کړي.
د دغه وزارت ویاند وايي، هڅه کوي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معیارونو برابر کړي.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو پر بنسټ، پر هېواد د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د فلای دوبۍ، اېر العربیه، کېش، ماهان او تبان په ګډون ځينو نړۍوالو شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د نړۍوالو الوتنو زیاتوالی د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ په زیاتېدو کې مهم رول لوبوي او ټینګار کوي چې باید د نورو هېوادونو د ویزو د اخیستو په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې شي.