ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف له خولې لیکلي چې روسیه، چین، ایران او پاکستان به د روانې جنوري میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه ناسته وکړي.
ضمیر کابلوف د دغې ناستې اجنډا د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ټولګډونه حکومت جوړولو او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې تعامل یاد کړی دی. کابلوف زیاته کړې چې د ناستې کره نېټه او ځای به وروسته په ډاګه شي.
هغه ویلي چې د ایران او پاکستان تر منځ وروستۍ نښتې به د دغې ناستې لپاره پر چمتووالي هېڅ اغېز و نه کړي.