پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

ایران په تېرو ۱۰ ورځو کې څه باندې۱۴ زره افغان کډوال ایستلي

03 سلواغه 1402 چنار راډيو

د راپورونو له مخې ایران په تېرو ۱۰ ورځو کې ۱۴ زره او ۴۱۴ افغان کډوال افغانستان ته لېږلي دي

.د ایران فارس خبري اژانس پرون د جنورۍ ۲۲مه راپور ورکړی چې دا کسان د ایران خاورې ته په ناقانونه توګه داخل شوي وو، چې د امنیتي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته افغان چارواکو ته سپارل شوي. د مالوماتو له مخې دا کسان د دوغارون په سرحدي سیمه کې افغانستان ته اړول شوي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان سردار مجید شجاع ویلي چې سرحدي ځواکونه او پولیس یې ایران ته ناقانونه کډوال نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو  ۱۰ میاشتو کې ایران څه باندې پنځه لکه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي او هم یې په ایرانکې دننه پر افغان کډوالو بېلابېل محدودیتونه لګولي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.