پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

اسلام کلا بندر کې د بې‌کیفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې

03 سلواغه 1402 چنار راډيو

د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې د اسلام‌ کلا بندر له لارې هېواد ته د دوه ټانکره بې کیفیته تېلو د راواردولو مخه نیولې ده.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ادارې د څار په ترڅ کې دوه ټانکره تېل چې کیفیت یې د ملي سټنډرډونو خلاف و، بېرته ګرځول شوي دي. سټنډرډ ملي ادارې دا نه دي ویلي چې دغه تېل له کوم هېواد څخه افغانستان ته وارېدل. همداراز په یاد ولایت کې ځایي چارواکو له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې هېواد ته کيفيت لرونکي توکي وارد کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.