د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د هغو څه باندې درې میلیونه بېځایه شویو وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیلوي په هېواد کې د جګړو او طبیعي پېښو له کبله بې ځایه شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې له ۸۰ زرو ډېرې کورنۍ دې چمتو شوې چې خپلو اصلي مېنو ته بېرته وګرځي او له ۴۳ زرو ډېرو يې فورمونه هم تر لاسه کړي.
خبر پاڼه زیاتوي، څه باندې اته زره کورنۍ یوازې په کابل کې چمتو شوې چې خپلو سیمو ته وګرځي. په خبر پاڼه کې دا هم راغلي چې د یاد وزارت چارواکو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره په ګډه غونډه کې دې ستونزې ته د رسېدو لپاره د مرستې غوښتنه هم کړې ده.