پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

د کرکټ ملي لوبډله له سریلانکار سره لوبې لري.

04 سلواغه 1402 چنار راډيو

له سریلانکا سره د افغان لوبډلې د ټیسټ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو سیالیو نېټې په ډاګه شوې.

له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د فبرورۍ پر دویمه نېټه به د افغانستان او سریلانکان د کرکټ لوبډلو تر منځ ټیسټ سیالۍ پیل شي چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
دواړې لوبډلې د فبروري پر نهمه، یولسمه او څوارلسمه نېټو درې پنځوس اوریزې او دغه راز په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کوي.
په دغو سیالیو کې به د افغان لوبډلې د پنځوس اوریزو او ټیسټ سیالیو لوبډل مشري هشمت الله شاهدي او د شل اوریزو لوبو لوبډل مشري به راشد خان کوي.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې خپلې درې شل اوریزې سیالۍ هند ته وبایللې.
اوس مهال د افغانستان د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي د اماراتو او بنګله دېش په شل اوریزه لیګونو کې لوبیږي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.