پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک پروژه منظوره شوه.

04 سلواغه 1402 چنار راډيو

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک د جوړولو پروژه د حق العبور په بدل کې منظوره شوه.

له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې، چې د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د کابل ـ جلال اباد دويم سړک د جوړولو پروژه دې د حق العبور په بدل کې پيل شي او په دې اړه دغه موضوع د د ټولګټو وزارت ته واستول شوه چې دغه پروژه د داوطلبۍ له لارې اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر جلال اباد ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، چې د سوداګرۍ او ترانزیت د کچې لوړولو په هدف د کابل جلال اباد د لويې لارې د دويم سړک جوړولو پروژه يې کاري لومړیتوب دی.
د کابل جلال اباد دويم لين سړک د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې له دوه سرکې څخه پيلېږي، د سره رود، خوګياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو له لارې لوګر ته رسېږي او د لوګر له ازرې ولسوالۍ تېرېږي، چې ننګرهار له کابل سره نښلوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.