د فاریاب ولایت د اوسپنې پټلۍ رییس د دغه ولایت له سوداګرو سره اندخوی سټيشن ته د انتقالاتو پر لېږد او د یاد سټېشن د فعالیت په اړه خبرې کړې دي.
د اقینې بندر اړوند د سوداګریزو شرکتونو استازو او یو شمیر نورو سوداګرو د اندخوی سټیشن په فعالیدلو او هلته د سوداګریزو مالونو پر لېږد خوښي ښودلې او زیاته کړې يې ده، چي د اندخوی سټېشن فعالیدل به سوداګرو ته لا زیات سهولتونه را منځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې اندخوی سټېشن چې له اقینې بندر څخه ۳۰ کیلومتره فاصله لري، په دې وروستیو کي ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.