پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

د هېواد په ځينو سیمو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

07 سلواغه 1402 چنار راډيو

د هوا پېژندنې ادارې د نړیوالو هوا پیژندنو ادارو په وړاندوینه د هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو په ځینو سیمو کې د نسبتا تیزو بارانونو او واورې له امله د ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې د واورو ویلې کیدو او بارانونو اوبو له امله د اوبو د کچې د زیاتوالي دغه اټکل د کوشک او کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګ، غوربند، پنجشیر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان سیندونو او سیلبرونو په سیمو کې شتون لري.

 ورته مهال دې وزارت د یادو سیمو په اوږدو کې له اوسیدونکو هیوادوالو ته خبرداری ورکوي، چې احتمالا د اوبو د سحطې له لوړیدو څخه خبر اوسي او د خپل ځان او مالونو د خوندیتوب لپاره لومړني اقدامات وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.