پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

اروزګان کې مېشت کوچیان وايي، روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لرو.

07 سلواغه 1402 چنار راډيو

په اروزګان ولایت کې یو شمېر مېشت کوچیان وايي، روغتیايي مرکزونو ته له نه لاسرسي سربېره له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي د ژمي په روان موسم کې د سړې هوا له امله یې ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي، خو دوی یې د درملنې وس نه لري.

د اروزګان سیمییز مسوولین بیا د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په دغه ولایت کې له مېشتو کوچیانو سره د اړینو مرستو له ترسره کولو ډاډ ورکوي.

د اروزګان د سیمییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې دامهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کوچیانو شاوخوا څلور زره کورنۍ مېشتې دي

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.