د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د تېرې مرغومې میاشتې په موده کې د سپین بولدک له لارې ۴۲۱ کډوالې کورنۍ چې ۷ زره او ۵۳۵ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوي.
یاد وزارت زیاتوي، چې دغه شمېر کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو او خوړو نړیوالو سازمانونو ته د مرستو د ترلاسه کولو په مخوخه ورپېژندل شوي.
دغه وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په همدې موده کې ۳۰۵ تنه د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه هم خلاص او بیرته هېواد ته راګرځیدلي دي.