پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

کاکړ: د پاکستان نوی حکومت دې هم د کډوالو ایستلو لړۍ روانه وساتي

07 سلواغه 1402 چنار راډيو

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ یو ځل بیا د بې اسناده کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې راتلونکی حکومت دې هم دغه لړۍ روانه وساتي.

کاکړ ویلي، هغه افغانان چې پاکستان ته ورځي باید په ویزو ورشي.

د پاکستان لومړي وزیر پرون د دغه هېواد د یو خصوصي ټلویزیون سره چې د ټاکنو په اړه یې مرګه کوله وویل، داسې کوم هېواد به نه وي چې بهرنيان ورته بې پاسپورټه تګ راتګ وکړي.

د پاکستان د سما ټلویزیون پرون راپور ورکړ، چې د پاکستان له پرېکړې وروسته تر دې مهاله ۴۷۵ زره او ۶۰۳ تنه افغانان له پاکستانه اېستل شوي دي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې چې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د پخوا په څېر روانه ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.