پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

کابل ښاریان د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت کوي

08 سلواغه 1402 چنار راډيو

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له کمښت شکایت لري، دوی وايي د برېښنا د پرچاویو د ډېرېدو له امله یې ورځنۍ چارې ټکنۍ شوې دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې له یوې خوا د اقتصادي ستونزو له امله سون توکي نشي پېرلی او له بلې خوا د برېښنا نشتوالي هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا یو اېن ډي پي، د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د برېښنا پر کموالي اندېښنه څرګندې کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد په کلیو کې برېښنا ته د خلکو لاسرسی محدود دی.

د برېښنا شرکت ویاند بیا د کابل مېشتو لپاره د کافي برېښنا د برابرېدو په تړاو د هڅو له دوامه خبر ورکوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.