د علي اباد روغتون مسوولین وايي، چې یاد روغتون کې د لیزر په وسیله سلګونه د مرۍ، پوزې، هډوکو بندونو او د نورو سرطاني ناروغیو بریالي عملیاتونه ترسره کېږي، چې ګڼ په سرطاني ناروغیو اخته هېوادوال په کور دننه په علي اباد روغتون کې تداوي شوي دي او بهر کې د تداوۍ له مجبوریت خلاص شوي دي.
د علي اباد تدریسي روغتون رییس ډاکټر عبدالمطلب شینواری وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په علي اباد روغتون کې، د عاجل ناروغانو او ګڼ شمېر نورې څانګې فعالې شوې.
د نوموړي په خبره اوسمهال په دغه روغتون کې د زنګنونو ، د ملا د بندونونو او د مغزو د کاسې د بندونو کامیابه عملیاتونه ترسره شوي.