پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

بدخشان کې ۵ مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي

08 سلواغه 1402 چنار راډيو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د بدخشان ولایت په ګڼو ولسوالیو کې مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه، ۵ مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.

د مالوماتو له مخې دغه مخابراتي سایټونه د بدخشان په مرکز او د دغه ولایت په وردج، یفتل، شغنان ولسوالیو او همدا رنګه د کوچني پامیر او لوی پامیر سیمو کې د مخابراتي ستونزو د حل او خلکو ته د باکیفیته انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړشوي دي.

همدا راز د یاد ولایت په درایم، وردوج، نیشکان، یاوان او خواهان ولسوالیو کې یو شمېر غیر فعال مخابراتي سایټونه بیا رغول شوي چې اوس په عادي ډول خلکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.