پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

د وچکالۍ مخنیوي لپاره د اوبو لس ګونه واړه بندونه جوړېږي

08 سلواغه 1402 چنار راډيو

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې په هیواد کې د وچکالۍ مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره د اوبو څه باندې ۱۰۰ واړه بندونه جوړوي.

د یاد وزارت چارواکي وایي، سږکال یې ۱۴۰ واړه بندونه په پام کې نیولي وو چې پر ۱۱۳ یې عملا کار روان دی او ځیني یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د چارواکو په خبره دغه واړه بندونه د پلازمېنې کابل په شمول، میدان وردک، هلمند، پکتیا، غور، غزني، لوګر او پنجشېر او ځیني نورو ولایتونو کې د ۴۲۰میلیونه افغانیو په ارزښت په پام کې نیول شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.