پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

په بهر کې د افغان زندانیانو د خلاصون لپاره هځې

10 سلواغه 1402 چنار راډيو

اسلامي امارت وایي چې د کابینې په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، تر څو په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه خبرې وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د کابينې ۱۵مه غونډه د ریيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
سرچینه زیاتوي چې په دې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال د نورو هېوادونو ترڅنګ په ایران، پاکستان او هند کې سلګونه افغانان بندیان دي او تېره ورځ هم په ایران کې دوه تنه افغانان اعدام شوي دي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.