د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین جمهور رییس د دغه هېواد لپاره د افغانستان د سفیر او فوقالعاده استازي اسدالله بلال کریمي باورلیک ومانه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت پر لوی سفیر سربېره د ۴۱ نورو هېوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه وسپارل.
بلخي لیکلي، شي جینپنګ د بلال کریمي د باورلیک منلو پرمهال هغه په کارونو کې د بريالیتوب هیله څرګنده کړې.
بلخي د معلوماتو له مخې، کریمي د یادو مراسمو پر مهال د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګیي سره هم لیدلي دي.
بلال کریمي د روان کال د لېندۍ پر لسمه په چین کې د افغانستان د سفیر په توګه وګومارل شو او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هونګلي ته یې د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته په کار پيل کړی وو.