پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

افغان حکومت د روڼتیا نړیوال سازمان راپور ته غبرګون وښود

11 سلواغه 1402 چنار راډيو

اسلامي امارت وایي چې د روڼتیا نړیوال سازمان راپور چې د ۱۸۰ هېودانو د اداري فساد د اندازې معلومولو په هدف یې خپور کړی، په کلکه ردوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي افغانستان له فساد څخه خلاص هېواد دی او زیاتوي چې د نړيوال شفافیت په محاسبه کې هم افغانستان په ۱۶۲ مه درجه کې ځای لري چې ښه موقعیت دی.
مجاهد وایي داچې د تېرکال په نسبت ۴ درجې ټیټ والی ښيي، معنایې دا نه ده چې په افغانستان کې به فساد زیات شوی وي بلکې ممکن په نړۍ کې دځینو نورو هېوادونو د شفافیت حد لوړ شوی وي.
د روڼتیا نړيوال سازمان پخپل کلني راپور کې ډنمارک له فساده پاک او صومالیا له فساده ډک هېوادونه اعلان کړي او ویلي یې دي چې افغانستان څلورمې درجې ته ټیټ شوی دی
په راپور کې دا هم ویل شوي چې افغانستان د اداري فساد د اندازې معلومولو لپاره د ټاکل شویو امتیازونو څخه ۲۰ امتیازونه تر لاسه کړي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.