چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

ایران یو ځل بیا د حقابې غوښتنه کړې.

15 سلواغه 1402 چنار راډيو

ایران یو ځل بیا ویلي چې د هلمند سیند د اوبو له حق څخه د مناسبې ګټې اخیستنې لپاره له قانوني لارو چارو کار اخلي.

د ایران تسنیم خبري آژانس د دغه هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر «علي اکبر محرابیان» له قوله لیکلي چې د ۱۳۵۱ کال تړون یوه نړیواله معاهده ده چې عملي کول یې اختیاري نه دي.
نوموړي ویلي، تهران د دغه تړون د عملي کېدو موضوع څاري او په وینا یې، ایران ته د اسلامي امارت یوه پلاوي د خپل سفر پر مهال د دغه تړون د عملي کولو ژمنه کړې ده.
اسلامي امارت تل ویلي، له ایران سره د ۱۳۵۱ کال د معاهدې په اړه ژمن دی، خو په وینا یې چې د دغو اوبو سطحه د وچکالیو له کبله ټیټه شوې او په افغانستان کې هم کافي استفاده نه ورڅخه کېږي.
افغانستان او ایران د هلمند سېند د اوبو د حق پر سر په ۱۳۵۱ کال یوه هوکړه لاس‌لیک کړه چې پر بنسټ یې، ایران حق لري چې هر کال له هلمند سینده ۸۵۰میلیونه مټرمکعب اوبه ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.