چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۱ زره ټنه انتقالات شوي

15 سلواغه 1402 چنار راډيو

په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۸۱ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۸۱ زره ۵۷۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

په یاد توکو کې ۶۵۸ ټنه توکي صادر شوي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.