چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

کندهار کې ۶۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې.

15 سلواغه 1402 چنار راډيو

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په کندهار کې د غصب مخنیوي د تخنیکي پلاوي له پیله تر دې دمه د کندهار په بېلابېلو برخو کې ۶۰زره جریبه ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې.

د یاد ریاست ویاند ننګیالي سمون ویلي، د کرنې ریاست له لوري د شاولیکوټ ولسوالۍ د بوري او ګرماو په کلي کې تازه ۲۵ جریبه دولتي ځمکه له زورواکو او غاصبینو څخه راګرځول شوې ده. سمون زیاته کړې، د غصب شویو ځمکو مخنیوي پروسه به تر هغې دوام وکړي، تر څو چې په بشپړه توګه دولتي ځمکې له غاصبینو څخه نه وي را ګرځول شوې.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.