نن د فبرورۍ څلورمه د سرطان ناروغۍ له نړیواله ورځې سره برابره ده، خو افغانستان لا هم په دې برخه کې هېڅ معیاري روغتون او خدمتونه نه لري.
ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې له هرو پنځو تنو یو په خپل ژوند کې له سرطان ناروغۍ سره مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان پر ایکسپاڼه لیکلي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کاله به د نفوس د زیاتېدو، د تنباکو د زیات مصرف، چاغوالي او ککړې هوا له امله سرطان ناروغي د ۲۰۲۲ میلادي کال په پرتله ۷۷ فیصده زیاته شي.
اسلامي امارت په ۲۰۲۲ کال کې ویلي وو چې د سرطان ناروغۍ ۲۳ زره پېښې له دوی سره ثبت دي او ویلي یې وو چې د دې ناروغۍ له امله ۱۶ زره کسان مړه شوي دي.