چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

د واورې ورېدو له امله د غور – کابل لویه‌لار تړل شوې

30 سلواغه 1402 چنار راډيو

د غور ولایتي چارواکي وايي چې د غور ـ کابل لاره په بکک غاښي کې د اورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د مسوولینو په خبره د یادې لارې د پرانیستل کېدو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

دا  کوتل د کابل – غور پر لويه لاره د باميان او غور ولايتونو ترمنځ دی او هر کال د واورې د ورښت له امله د مسافرو پر مخ تړل کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.