چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

روان کال تر ۷۰ زرو زیاتو سیلانیانو هرات ته سفر کړی

30 سلواغه 1402 چنار راډيو

د هرات د اطلاعات کلتور ریاست رییس ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بیلابیلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دې ولایت ته د ورتلونکو ګرځندویانو لپاره یې د هر ډول اسانتیاوو له رامنځته کولو څخه دریغ نه دی کړی او تازه ۱۰ تنه بهرني وګړي، چې د امریکا، المان، ناروې، ویتنام، جاپان، او سکاټلینډ هیوادونو وګړي دي دې ولایت ته سفر کړی.

د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته هرات، چې پکې د ټول افغانستان په څیر امنیت بهتره تامین دی او زیاتې تاریخي سیمې او ابدات پکې شتون لري هر کال ورته لسګونه زره داخلي او بهرني سیلانیان د سیاحت په موخه سفر کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.