پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

په وروستیو ورښتونو کې ۳۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

29 ليندی 1402 چنار راډيو

د افغانستان له پېښو سره د مبارزې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سلواغې میاشتې له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې پورې د واورې او ورښتونو له کبله په نورستان، پنجشېر، کابل، پکتیا، لغمان، ارزګان، خوست، بدخشان، بلخ، نیمروز، بغلان، جوزجان او کاپیسا ولایتونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ته نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې بیا ۱۱۱ کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي او ۴۷ څاروي هم وژل شوي دي.
یاد وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د ټولو ریاستونو رییسانو ته سپارښتنه کړې چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.