د جاپان هېواد سفیر ویلي چې د نړۍ او افغانستان تر منځ د اړیکو په جوړېدو او ټینګښت کې مهم رول لوبوي او له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
تاکاشي کورومیا پرون ناوخته د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې دا څرګندونې کړې دي.
ده زیاته کړې چې د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون له نړۍ سره د تعامل او اړیکو د خرابوالي معنی نه لري او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او معنی لرونکی ګډون ولري.
د جاپان سفیر دغه راز ویلي چې هېواد یې چمتو دی، تر څو په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیايي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړونې په برخو کې پروژې پلی کړي.
تر دې وړاندې هم جاپان له افغانستان سره په علمي او نورو برخو کې مرستې کړې دي.